انصار: (د لیندی ۷ مه)، د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې د پښتونخوا په بنو کې پر پاکستانی ځواکونو پرونی ځانمرګی برید یو افغان کړی دی.
پاکستاني پوځ په خپله اعلامیه کې ویلي چې د یاد شوي کس د تذکرې معلوماتو ته یې هم لاسرسی موندلی او ورته څرګند شوی چې یاد شوی بریدګر افغان و.
د پاکستان پوځ ادعا کړې چې انتحاري حمله کوونکي د افغانستان تذکره لرله. خو دا یې نه دي ویلي چې تذکره څنګه روغه پاتې شوې وه.
په دغه برید کې د یو شمېر پاکستاني ځواکونو په ګډون یو شمېر ملکیانو ته پرون مرګ ژوبله واوښته.
په افغانستان کې د طالبانو د واکمن رژیم چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو معمولاً ورته ادعاوې بې اساسه بولي.
په وروستیو کې پاکستان په پرله پسې ډول افغانان د خپلو نا امنیو لپاره ملامتوي، خو د طالبانو رژیم او په پراخه کچه افغانان دا ادعاوې بې اساسه بولي او وایي پاکستان په دې ډول پر خپلو ناکامیو پرده اچول غواړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28711